تازه خبرونه

د عامه ساتنې پنځو سرتیرو ته مرګ ژوبله واوښتنه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هلمند د والي ویاند عمرځواک وایي؛ د کندهار هلمند پر لویه لار د دوراهي په سیمه کې د عامه ساتنې پنځه سرتیري ټپیان شوي.

ښاغلی ځواک وایي چې دا سرتیري هغه مهال ټپيان شول یوه کس له چاودیدونکو توکو ډک موټر ته د عامه ساتنې د پولیسو له کاروان سره چاودنه ورکړه.

خو په ورته وخت کې یوه امنیتي سرچینه وایي چې په دې حمله کې یو سرتیري وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي.

Trending

Exit mobile version