سیمه ییز خبرونه

د عامې روغتيا وزارت شاوخوا ۲۶ زره كاركوونكيو ته د تور زيړي واكسين كيږي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د عامې روغتيا وزارت غواړي خپلو شاوخوا ۲۶ زره كاركوونكيو ته د تور زيړي واكسين وكړي.

د عامې روغتيا د وزارت د تخنيكي برخې يوه چارواكې داكتره رقيه ناصر وايي، روغتيايي كاركوونكي له خلكو سره په مستقيم تماس كې دي او د طبي وسايلو او عملياتو له لارې كيداى شي دا ناروغي نورو كسانو ته وليږدول شي.

د دې په وينا، دا ناروغي درملنه نه لري، خو د وقايې وړ ده.

د عامې روغتيا وزارت چارواكي وايي:

د دې روغتيايي پلان لگښت شاوخوا اووه نيم ميليون افغانۍ اټكل شوى، چې د وزارت له پراختيايي بوديجي برابريږي.

د دوى د څرگندونو له مخې، د لومړي پړاو له تطبيق وروسته به عامو خلكو ته هم د تور زيړي د واكسين پروگرام پيل شي.

داكټران وايي، چې تور زيړى  د ځيگر د سرطان يوه خطرناكه ناروغي ده، چي د انسان د مړيني سبب گرځي.

پر دې ناروغي د اخته كيدو نښې د معدې درد، درې ورځنى اسهال، قبضيت، د زړه بدوالى، د هډوكو درد، په جلد دانې او د نوكانو زيړوالى دى.

Trending

Exit mobile version