تازه خبرونه
د عامې روغتیا وزارت د ګوزڼ واکسین دوهیم پړاو پیل کړ
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې پړاو کې به د هېواد د ۲۰ ولایتونو په ۱۹۴ ولسوالیو کې پېنځه کلونو عمر لرونکو څه باندې ۸.۳ میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورکړ شي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د نړیوالو بنسټونو پر همکارۍ د ۲۰۲۶ ز.کال د ګوزن یا پولیو واکسین دوهیم فرعي ملي کمپاین پیل شوی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې پړاو کې به د هېواد د ۲۰ ولایتونو په ۱۹۴ ولسوالیو کې پېنځه کلونو عمر لرونکو څه باندې ۸.۳ میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورکړ شي.
دا کمپاین به د می له اتهلسمې څخه تر یوویشتمې پورې د مرکز، جنوب، ختیځ، لویدیځ، سویل ختیځ، شمال او شمال ختیځ زون په اړوند ولایتونو کې تطبیق شي. همدارنګه، په کندهار، هلمند، روزګان او زابل ولایتونو کې به دا بهیر د مې له نولسمې څخه تر دوهویشتمې روان وي.
د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي ویلي؛ وزارت یې په افغانستان کې د ګوزڼ وحشي ویروس د مخنیوي لپاره ژمن دی او د دې ناروغۍ تر پوره له منځه وړلو پورې به د واکسین کمپاینونه او روغتیايي خدمتونه روان ساتي.
هغه له دیني عالمانو، قومي مشرانو، والدینو او بانفوذه کسانو غوښتي، چې د واکسین له ډلو ملاتړ وکړي او د ماشومانو د روغتیا ساتنې لپاره همکاري وکړي.
د عامې روغتیا وزارت ټینګار کړی؛ پولیو یوه ویروسي او نه رغېدونکې ناروغي ده، چې یوازې د واکسین له لارې یې مخنیوی کېدی شي.
دغه وزارت له کورنیو او والدینو غوښتي، چې خپل ټول تر پېنځه کلونو عمر لرونکي ماشومان د ګوزڼ واکسین د ترلاسه کولو لپاره ټاکل شویو مرکزونو او ډلو ته وروړي.