روغتيا

د عامې روغتیا وزارت پلاوي په نوي ډیلي کې له همدرد بنسټ څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د همدرد ټولنې مسوولانو او استادانو د افغانستان له تخنیکي پلاوي هرکلی وکړ او د دې بنسټ د علمي، څېړنیزو فعالیتونو او طبي خدمتونو په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. دواړو لورو همدارنګه د ګډو همکاریو د پراختیا، په ځانګړي توګه د دودیز طب (سنتي طب ) په برخه کې خبرې او د نظر تبادله وکړه.

Published

on

د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د دې وزارت یوې تخنیکي دلې هند ته د رسمي سفر پر مهال د نوي ډیلي ښار له علمي او تعلیمي بنسټ همدرد ټولنې څخه لیدنه کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د همدرد ټولنې مسوولانو او استادانو د افغانستان له تخنیکي پلاوي هرکلی وکړ او د دې بنسټ د علمي، څېړنیزو فعالیتونو او طبي خدمتونو په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. دواړو لورو همدارنګه د ګډو همکاریو د پراختیا، په ځانګړي توګه د دودیز طب (سنتي طب ) په برخه کې خبرې او د نظر تبادله وکړه.

د عامې روغتیا وزارت زیاته کړې؛ د همدرد ټولنې مشرتابه د دودیز طب په برخه کې د ګډو څېړنو ترسره کولو، د درملیزو محصولاتو د معیاري ارزونې لپاره د همدرد لابراتوارونو له لارې همکارۍ، د علمي تجربو تبادلې او د معلوماتو شریکولو ته خپله چمتووالی څرګند کړی دی.

د دغې خبرپاڼې له مخې؛ یاد بنسټ ژمنه کړې، چې د افغانستان د ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو لپاره به بورسونه او مسلکي روزنیز پروګرامونه برابر کړي.

د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ دواړو خواوو دا ډول علمي او تعلیمي همکارۍ د عامې روغتیا وزارت د نظام د پیاوړتیا، د دودیز طب د معیاري کولو او د علمي او څېړنیزو بنسټونو د پراختیا لپاره یو مهم ګام بللی او په راتلونکې کې یې د دغو اړیکو پر دوام او اغېزمن پراخوالي ټینګار کړی دی.

Trending

Exit mobile version