تازه خبرونه
د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي د مالیزیا له ځانګړي استازي سره وکتل
د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي قلندر عباد مالیزیا ته په خپل سفر کې د افغانستان لپاره د دغه هېواد له ځانګړي استازي سره وکتل.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د جمعې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د دې وزارت چارسمبالي قلندر عباد په دې لیدنه کې ویلي؛ افغانستان د آسیا د زړه په توګه یو اړین هېواد دی او دا، چې خپلواک دی نورو هېوادونو ته هم کوم خطر نه پېښوي.
هغه زیاته کړې؛ د افغانستان دروازې د هر ډول مثبت تعامل لپاره د ټولو پر مخ خلاصې دي.
د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي د روږدو کسانو د ستونزو په اړه یادونه کړې او څرګندوي، چې په افغانستان کې لویدیځ او پخواني حکومت د روږدو کسانو مخه ونهشوه نیولی؛ خو اسلامي امارت نه یوازې په لږ وخت کې د روږدو کسانو درملنه وکړه، بلکې دغې سترې ستونزې ته یې د پای ټکی کېښود.
قلندر عباد ویلي؛ اوسمهال زرګونه نرینه او ښځینه د روغتیا وزارت په بېلابېلو برخو کې کار کوي او تر روزنې لاندې دي.
هغه زیاته کړې؛ مالیزیا یو دوست او ورور هېواد دی او مونږ به د روغتیا په برخه کې د تلپاتې همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو لپاره خپلې هڅې روانې ساتو.
د افغانستان لپاره د مالیزیا ځانګړي استازي داتو احمد اعظم ویلي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د روغتیا ترڅنګ په نورو ډېرو برخو کې هم همکاري وکړي.
نوموړي مالیزیا ته د عامې روغتیا وزارت د چارسمبالي سفر اړین وباله او د ګټورو اړیکو د غزولو ډاډ یې څرګند کړ.
قتیل زوی