روغتيا

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له استازي سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۵, ۱۴۰۲)

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي ډاکټر قلندر عباد پرون (سې شنبه د سلواغې څلیریشتمه ) د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له استازي سره وکتل.

د عامې روغتيا وزارت د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لورو د روغتيايي مرکزونو د پياوړتيا په ځانګړي توګه د ودانيو د رغولو، د ګرځنده روغتیایی ډلو د پیاوړتیا، پوره همغږۍ، د روغتیایي څانګو تخنیکی ملاتړ او نورو همکاریو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو او عرضې ښه کول او روغتیايي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي زیاتول د دغه وزارت له لومړیتوبونه یاد کړل او په دې اړه وایي: مونږ به له اړوند مسوولینو سره د همکارۍ له‌مخې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو په برخه کې خپلې هڅې روانې ساتو.

همدارنګه د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق استازي د روغتیا په برخه کې د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او څرګندوي، چې د امکاناتو په نظر کې نیولو سره به د عامې روغتیا له وزارت سره همکاري وکړو.

ویل کیږي، چې د روغتيايي مرکزونو د ودانيو له بیا رغولو سره به د سیمې خلکو ته کاري زمینې او برابرې شي.

 
 
 
 

Trending

Exit mobile version