سیمه ییز خبرونه

د عامې روغتیا وزیره د ولسي جرګې لخوا استجواب شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د عامې روغتيا وزيره د ولسي جرګې له خوا په دولتي او خصوصي روغتونونو كې د روغتيايي خدمتونو د ټيټ كيفيت له امله استجواب شوه.

د ولسي جرګې د شنبې د ورځې ( د وري ۳۰ ) عمومي غونډې ته د عامې روغتيا وزيره په دې دليل استجواب شوه، چې د استازو په وېنا، روغتيايي خدمتونه ټيټ كيفيت لري.

دې استجوابيه غونډه كې پر وزيرې د استازو له خوا نيوكې كېدې، غونډه د كابل د استازې كبرا مصطفوي د پرله پسې مداخلې له امله پرته له دې، چې يوې هوكړې ته ورسېږي، د ولسي جرګې د رئيس عبدالروف ابراهیمی لخوا پاى ته ورسېده.

خو د کابل استازی کبرا مصطفوي د ولسی جرګې د رئیس دا کړنه له وزيرې څخه يو ډول دفاع بولي.

د ولسي جرګې غړي ګل پاچا مجیدي او فاطمه نظري وايي، د عامې روغتيا وزيره كاري وړتيا نه لري او د كمزوري مديريت له وجې يي وزارت كې فساد شتون لري، او خلكو ته روغتيايي خدمتونه په ښه توګه نه رسېږي.

د عامې روغتيا وزيره ثریا دلیل بيا وايي، پر ټولو روغتيايي فعاليتونو دوی څارنه لري، او اوس روغتيايي خدمتونه ښه دي.

نوموړې د بودجې كموالى د روغتيايي خدمتونو پر وړاندې ستر خنډ بولي.

د عامې روغتيا وزيره همدارنګه وايي، روغتيايي خدمتونه په ټول هېواد كې په عادلانه توګه وړاندې كېږي.

د نوموړې د معلوماتو له مخې، تېر كال په هېواد كې ۲۱۶۰روغتيايي كلينیكونه جوړ شوي دي.

ولسي جرګه همدا راز غواړي د دوشنبې په ورځ د کانکور د ازموینې د ستونزو له امله د لوړو زدکړو وزیر استجواب کړي.

Trending

Exit mobile version