روغتيا
د عامې روغتیا وزیر د یوه پلاوي پر مشرۍ ایران ته ولاړ
د روغتيا وزارت وياند شرافت زمان ويلي، چې قلندر عباد د G5 په غونډه کې د ګډون لپاره ايران ته تللى او له ایراني چارواکو سره به پر اړوند روغتیايي همکاریو هم خبرې وکړي.
اسلامي امارت له ایران سره د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو له لرلو سره اوس له دغه هېواد سره د روغتیايي همکاریو د ټینګولو په لټه کې دی.
د همدې لپاره د عامې روغتیا وزیر قلندر عباد د یو پلاوی پر مشرۍ ایران ته دG5 په غونډه کې، چې د سیمې د هېوادونو د روغتیا د وزیرانو پر کچه په تهران کې جوړېږي؛ د ګډون لپاره تللی دی.
شرافت زمان زیاته کړې؛ په افغانستان کې د سرطان د درملنې د انستیتوت د وړتیاوو لوړول او د هغو روغتونونو د وړتیا لوړول، چې د ایران پر لګښت په کابل او بامیان کې جوړیږي؛ نورې هغه مسلې دي، چې قلندر عباد به له ایراني لوري سره پرې خبرې وکړي.
شرافت زمان وایي؛ دغه پلاوی به له ایراني چارواکو سره په ایران کې د افغان کډوالو لپاره د روغتیايي خدمتونو د اسانتیاوو او روغتونونو ته د هغوی د اسانه لاسرسي په اړه هم خبرې وکړي.
هېوادوال له اسلامي امارت څخه غواړي، چې د هېواد په پلازمېنه او لویو ښارونو کې معیاري روغتونونه جوړ کړي، چې افغانان د درملنې لپاره ګاونډ هېوادونو ته ولاړ نشي.
ايران ته دا سفر په داسې حال کې کیږي، چې هره ورځ سلګونه افغانان ايران او پاکستان ته د درملنې لپاره ځي او د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره په سلګونه زره افغانۍ په دغو هېوادونو کې لګوي.
