سوداگري
د عراق استخباراتي راپور؛ ایران، افغانستان او ترکیه د قاچاقي تېلو احتمالي بازارونه دي
د راپور له مخې، قاچاق شوي تېل د ځمکنیو او غیررسمي لارو له لارې ایران ته لېږدول کېږي او له چاڼ او پروسس وروسته بېرته بهرنیو بازارونو ته صادرېږي.
د عراق په یوه استخباراتي راپور کې، چې« سکای نیوز عربی » ته رسېدلی ویل شوي، چې د عراق له شمالي سیمو ایران ته د خامو تېلو د قاچاق پراخې شبکې فعالیت کوي او د دغو تېلو چاڼ شوي محصولات د افغانستان او ترکیې په ګډون په بهرنیو بازارونو کې پلورل کېږي.
د راپور له مخې، قاچاق شوي تېل د ځمکنیو او غیررسمي لارو له لارې ایران ته لېږدول کېږي او له چاڼ او پروسس وروسته بېرته بهرنیو بازارونو ته صادرېږي.
په راپور کې راغلي، چې د دغو کړیو اصلي موخه د نړیوالو بندیزونو له پلي کېدا تېښته او د تېلو د محصولاتو له رسمي او قانوني چوکاټونو بهر لېږدول دي.
استخباراتي معلومات ښيي؛ دغه قاچاقي کړۍ د تېلو د لېږد، چاڼ او وېش لپاره له غیررسمي سوداګریزو لارو کار اخلي، چې له مالي څارنې او کنټرولي میکانیزمونو څخه ځانونه پټ وساتي.
د راپور خپرېدل د تېلو د پولې پورې غاړې قاچاق، د ملي سرچینو د زیانمنېدا او په سیمه کې د سوداګریزو لارو د څارنې د تشو په اړه اندېښنې راپارولي دي.
ویل کیږي، چې د لېږدول شویو تېلو د کچې او په افغانستان او ترکیه کې د احتمالي پلور په اړه کره جزئیات خپاره شوي نهدي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر ويلي، د اسلامکلا له ګمرک څخه د نفتي او غیرنفتي توکو ۲۹ موټر د ټیټ کیفیت له کبله بېرته صادرونکي هېواد ته مسترد شوي دي. د یاد دفتر د څرګندونو له مخې، بېرته ستانه شوي توکي د پټرولو ۸، د ډیزلو ۱۷، د بورې یو، د بسکټو دوه او د کاشیو یو موټر رانغاړي. سرچینه زیاتوي، چې یادو توکو د کیفیت اړین معیارونه نهدرلودل او له همدې کبله هېواد ته د ننوتلو اجازه ورنهکړ شوه. د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر زیاته کړې، دغه کړنې د بېکیفیته توکو د واردېدو د مخنیوي، د پېرودونکو د حقونو د ساتنې او د کیفیت د ټاکل شویو معیارونو د پلي کېدو لپاره ترسره شوې دي.