سیمه ییز خبرونه
د عراق د بهرنيو چارو وزير: مونږ خپله مشوره له ولسمشر كرزي سره شريكه كړې ده
امريكايي نيويارك ټايمز ورځپاڼه ليكي، په داسې حال كې، چې د عراق د بهرنيو چارو وزير افغان ولسمشر ته له امريكا سره د امنيتي تړون د لاسليك سپارښتنه كړې، خو افغان ولسمشر افغانستان ته د عراق د بهرنيو چارو وزير سفر د امريكا لخوا د فشار يوه بېلګه بولي.
له امريكا سره د افغانستان د امنيتي تړون د لاسليك په برخه كې د چڼې وهلو په بهير كې څه موده مخكې د عراق د بهرنيو چارو وزير افغانستان ته سفر وكړ.
د عراق د بهرنيو چارو وزير هوشيار زیباری له افغان ولسمشر سره په كتنه كې وويل، چې عراق د امريكايي سرتېرو د وتلو له كبله ډېرې ترخې تجربې ګالي.
نيويارك ټايمز ورځپاڼه ليكې، چې هوشيار زيباري ولسمشر كرزي ته ويلي، چې د افغانستان راتلونكى د عراق د حالاتو په هنداره كې وګوري او له امريكا سره امنيتي تړون لاسليك كړي.
د عراق د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه زیاته کړه، چې په دې فكر مه اوسئ، هغه څه، چې تاسو يې كوئ توپير نلري. عراقيانو هم د امريكايي سرتېرو په باب همداسې ويل او هغوى له عراقه وتو ته ليواله وو، ښايي له افغانستان څخه هم د خپلې علاقې له مخې ووځي.
د عراق د بهرنيو چارو وزير ولسمشر كرزي ته ويلي وو، چې عراق د تېلو له دركه د ميليونونو ډالرو عوايدو په تر لاسه كولو او روزل شويو سرتېرو يوازې د بغداد امنيت خوندي كړي.
د عراق د بهرنيو چارو وزير همداراز وایي، له عراقه د امريكايي سرتېرو له وتو دوه كاله وروسته حالات خراب شول، مونږ بيا امريكا ته ولاړو او له هغوى مو وغوښتل، چې زمونږ سره پوځي ملاتړ ته دوام وركړي.
نيويارك ټايمز ليكي، چې افغان ولسمشر حامد كرزي د هوشيار زيباري له سفر وروسته ويلي، چې امريكا غواړي له دغې لارې پر ده فشار راوړي تر څو تړون لاسليك كړي. هغه د هوشيار زيباري سفر د واشنګټن د فشارونو يوه بيلګه بللې وه.
افغان ولسمشر حامد کرزی وایي، تاسو يې ګورئ، چې امريكا څنګه دغه تړون ته ليواله ده. ان تر دې، چې امريكا كوښښ كوي له عراق څخه د فشار په توګه كار واخلي.
هوشيار زيبار ووېل، چې پر ده د چا لخوا فشار نه وو او يوازې يې خپله مشوره له ولسمشر كرزي سره شريكه كړې ده.