نړۍ
د عراق لومړی وزیر له یوه هوایي بریده ژوندی ووت
(Last Updated On: لړم ۱۶, ۱۴۰۰)
د عراق لومړی وزیر مصطفی الکاظمي په خپل کور کې د بې پیلوټه الوتکې له برید څخه روغ وتلی او زیانمن شوی ندی.
رویټرز راپور ورکړی، چې یوې بې پیلوټه الوتکې د یکشنبې پر سهار په بغداد کې د عراق د لومړي وزیر مصطفی الکاظمي پر کور برید کړی، چې عراقي پوځ یې د وژنې هڅه بولي؛ خو ویلي یې دي، چې کاظمي روغ رمټ پاتې شوی دی.
د برید له راپورونو سمدستي وروسته، کاظمي په یوه ټویټ کې ډاډ ورکړ: د خدای شکر دی، چې زه ښه یم او په خلکو کې یم. زه هیله من یم، چې هرڅوک د عراق لپاره له زغمه برخمن پاتې شي.
رویټرز د عراقي امنیتي چارواکو له قوله ویلي، چې په دې برید کې د نوموړي یو شمېر ساتونکي ټپیان شوي دي.
په سمدستي توګه کومې ډلې د برید پړه په غاړه نده اخیستې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه برید غندلی او د څېړنې په اړه یې د همکارۍ وړاندیز کړی دی.