نړۍ

د عراق په شمال کې د اسلامي دولت اورپکو ۸۰ کردي ایزدیان وژلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د عراق کردي چارواکي وايي، د عراق د شمال په یو کلي کې د اسلامي دولت اورپکو ۸۰ کردي ایزدیان وژلي دي.

یو لوړ پوړي کردي چارواکي ویلي، چې په عراق کې د اسلامي دولت اورپکي تېره ورځ غرمه مهال یاد کلي ته ورننوتي او د ایزدیانو پر عاموژنه یې لاس پورې کړی دی.

د دغه کردي چارواکي په وینا؛ اورپکو دغو خلکو ته ویلي، چې یا به اسلام مني او یا به وژل کیږي.

دغه راز یو ایزدي قانونپوه او یو بل لوړپوړي کردي چارواکي په ډاگه کړې، چې د اسلامي دولت اورپکو له دې کلي یو شمېر ښځې هم له ځان سره وړي دي.

له پېښې ژوندي پاتې شوي کسان وایي، چې دغه عاموژنه د یو ساعت په ترڅ کې تر سره شوې ده.

د عراق په شمال کې د اسلامي دولت د اورپکو خوزښتونو، چې له کردستان سره گډه پوله لري د عراق دولت ډېر اندېښمن کړی دی.

د عراق د بشري حقوقو وزیر ویلي، چې د دغه هېواد په شمال کې د اسلامي دولت اورپکو څه نا څه ۵۰۰ ایزدیان وژلي دي.

دغو خوزښتونو زرگونه ایزدیان او مسیحیان له سیمې تېښتې ته اړ کړل او د دې لامل هم شول، چې امریکا خپل پوځي ماموریت، چې په ۲۰۱۱م کې یې پای ته رسولی و، یو ځل بیا پخپلو هوایي بریدونو پیل کړي.

Trending

Exit mobile version