تازه خبرونه
د علومو پر مرسته دین او خلکو ته ګټه ورسوئ – د اسلامي امارت رهبر
د ذبیح الله مجاهد لخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د چارشنبې پر ورځ( د سلواغې څلیریشتمه ) له غرمې وروسته د اسلامي امارت رهبر له کندهار پوهنتون څخه د لیدنې پر مهال د پوهنتون له رهبرۍ، استادانو، کارکوونکو او محصلانو سره په یوه غونډه کې ویلي: «ګورئ استادانو او محصلانو تاسې هم دیني او هم دنیوي زدکړې وکړئ، نیت مو یوازې د دین خدمت وګرځوئ؛ ځکه، چې په ټولنه کې تاسې ډېر قدر لرئ، ټولنه د مدرسې، مکتب او پوهنتون طالب العلمانو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او تاسې ته د خدمت هیله لري؛ دې هېواد ته څو واره کفار راغلي او شکست یې خوړلی؛ خو اوس الحمدلله افغانستان د اسلامي او آزاد نظام په رڼا کې پرمختګ کوي ».
د اسلامي امارت رهبر د کندهار پوهنتون په لوی جومات کې د دې بنسټ استادانو او محصلانو ته ویلي، چې « دواړه علوم پر اخلاص زدکړئ او د خپل علم پر مرسته دین او خلکو ته ګټه ورسوئ.»
د ذبیح الله مجاهد لخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د چارشنبې پر ورځ( د سلواغې څلیریشتمه ) له غرمې وروسته د اسلامي امارت رهبر له کندهار پوهنتون څخه د لیدنې پر مهال د پوهنتون له رهبرۍ، استادانو، کارکوونکو او محصلانو سره په یوه غونډه کې ویلي: «ګورئ استادانو او محصلانو تاسې هم دیني او هم دنیوي زدکړې وکړئ، نیت مو یوازې د دین خدمت وګرځوئ؛ ځکه، چې په ټولنه کې تاسې ډېر قدر لرئ، ټولنه د مدرسې، مکتب او پوهنتون طالب العلمانو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او تاسې ته د خدمت هیله لري؛ دې هېواد ته څو واره کفار راغلي او شکست یې خوړلی؛ خو اوس الحمدلله افغانستان د اسلامي او آزاد نظام په رڼا کې پرمختګ کوي ».
په خبرپاڼه کې راغلي: ” له تاسو څخه مو غوښتنه ده، چې د خپل هېواد د شهیدانو، مبارزینو او قهرمانانو تاریخونه ولیکئ او په نړیواله کچه یې معرفي کړئ؛ ځکه مجاهدینو په سختو حالاتو کې د الله تعالی پر نصرت دا هېواد ازاد کړ او اوس ستاسې وار دی، چې د خپل علم او پوهي پر مټ افغانستان په نړۍ کې سیال کړئ او دومره زحمت وګالئ، چې بهرنيان دلته راشي، له تاسو څخه زدکړه وکړي او د خپل علم په مرسته پر نړۍ حکمراني وکړئ.”
نوموړی زیاته کړې: « فغانستان د ټولو ګډ کور دی او هر یو له تاسو څخه په دې نظام کې ځانګړی ځای لري… د افغانستان اسلامي امارت تاسو ته د خیر اراده لري؛ مدرسه او پوهنتون سره نور یو دي او د دواړو علمي ادارو ساتنه او حمايه پر موږ لازمه ده.»
د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله اخوندزاده زیاته کړې: « … مونږ د لوړو زدکړو وزارت ته ویلي؛ که په هر قیمت بهرني استاد دلته راځي او د افغانستان په پوهنتونو کې استادي کوي، ور یې کړئ ( او) د هېواد ځوانان مسلکي وروزئ.»
د اسلامي امارت رهبر په دې غونډه کې د نجونو د منځنیو او لوړو زدکړو په اړه څه ندي ویلي؛ خو له دې مخکې دوی د نجونو زدکړو لپاره د “اسلامي اصولو” او “شریعت” په رڼا کې د یوه “سم چاپېریال” د رامنځته کولو په اړه ټینګار کړی؛ خو د شاوخوا درې نیمو کلونو له تېرېدو سره – سره په دې برخه کې څه پرمختګ لیدل شوی ندی.
د یادونې ده، چې اسلامي امارت په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له بیا راګرځېدو راپدېخوا له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او د ۲۰۲۲ کال له ډسمبره پوهنتونو ته د نجونو تګ تر ‘ بل امره’ ځنډولی دی.
تازه خبرونه
د بيبيسي راډیويي خپرونې د پرلهپسې سرغړونو له کبله بندې شوې
د بيبيسي ویاند هم په ټول افغانستان کې د دې رسنۍ د راډیويي خپرونو بندېدا تائید کړې او څرګندوي، چې د دې موضوع د حل لپاره د اسلامي امارت له چارواکو سره په اړیکه کې دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د څار رییس صفيالله رائد ويلي، په افغانستان کې د بيبيسي راډیويي خپرونې د« پرلهپسې سرغړونو» له کبله بندې شوې دي.
د بيبيسي ویاند هم په ټول افغانستان کې د دې رسنۍ د راډیويي خپرونو بندېدا تائید کړې او څرګندوي، چې د دې موضوع د حل لپاره د اسلامي امارت له چارواکو سره په اړیکه کې دي.
تازه خبرونه
نړیواله ټولنه دې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره عملي هڅې وکړي – برهم صالح
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۳ز.کال له وروستیو راپدېخوا نږدې اووه میلیون کسان له ګاونډ هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي، چې یو شمېر یې په سختو شرایطو او د خپلې خوښې خلاف بېرته ستانه شوي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مشر برهم صالح له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې افغانستان ته د بېرته راستنېدونکو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۳ز.کال له وروستیو راپدېخوا نږدې اووه میلیون کسان له ګاونډ هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي، چې یو شمېر یې په سختو شرایطو او د خپلې خوښې خلاف بېرته ستانه شوي دي.
برهم صالح د دې ادارې د اجرائیوي کمیټې په غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې بېرته راستنېدونکي له بېوزلۍ، د خدمتونو له محدودیتونو او ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي.
نوموړي همدارنګه د افغان نجونو د زدهکړو او د خپلو هیلو د پوره کولو پر حق ټینګار کړی او له نړیوالو مشرانو یې غوښتي، چې خپلې ژمنې پر عملي اقداماتو بدلې کړي.
هغه ویلي، افغان نجونې د خوبونو او خیالونو غوښتنه نهکوي، بلکې داسې فرصتونه غواړي، چې وکولی شي خپلې هیلې او ارمانونه پوره کړي.
دغه راز افغان کارپوهانو ويلي، بېرته راستنېدونکي د خپل ژوند د بیا پیل لپاره کاري فرصتونو او دوامدار اقتصادي ملاتړ ته اړتیا لري.
د دوی پر اند، یوازې لنډمهاله مرستې نهشي کولی د دغو کورنیو ستونزې حل کړي.
د اسلامي امارت چارواکو بېرته راستنېدونکو ته د کار او زدهکړو د فرصتونو پر برابرولو، د بشري مرستو پر اړتیا او له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
تازه خبرونه
نړیوالې ټولنې د بدیل معیشت په برخه کې له بزګرانو سره اړینې مرستې نهدي کړي- امیرخان متقي
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه موضوع د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له نوي ټاکل شوي ځانګړي استازي ټوماس فریلیسن سره د امیرخان متقي په لیدنه کې وړاندې شوې ده.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ويلي، نړیوالې ټولنې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغانستان د لاستهراوړنو د ملاتړ لپاره له بزګرانو سره د بدیل معیشت په برخه کې اړینې مرستې نهدي کړي.
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه موضوع د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له نوي ټاکل شوي ځانګړي استازي ټوماس فریلیسن سره د امیرخان متقي په لیدنه کې وړاندې شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان د امنیتي وضعیت، د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې او یو شمېر بشري او سیاسي موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
فریلیسن د امنیت د ټینګښت او د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت لاستهراوړنې ستایلې او څرګندوي، چې د افغانستان د امنیت ټینګښت او د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه د اروپايي ټولنې د رسمي دریځ یوه برخه ده.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې اروپايي ټولنه به هڅه وکړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.
-
تازه خبرونه2 days agoامیرخان متقي د اسلامي همکاریو ټولنې د سرمنشي له مرستیال سره د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپه ریاض کې د ملک خالد پر نړیوال هوايي ډګر د برید له کبله ۳۲۱ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه3 days agoد اوبو او انرژۍ وزیر د نړیوالې انرژۍ په اوولسمه غونډه کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته ولاړ
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoهوايي شرکتونه دې د سعودي عربستان له هوايي ډګرونو ډډه وکړي -حوثیان
-
لوبی3 days agoافغانستان د ټسټ لوبې په دوهیمه ورځ کې له بنګلهدېش څخه ۱۳۵ منډې شاته دی
-
تازه خبرونه1 day agoسترې محکمې د انګور باغ د ځمکو د پرېکړې د تطبیق امر کړی – بشپړ وضاحت
-
تازه خبرونه2 days agoد لویدیځ زون والیانو پر کاري فرصتونو او د جنايي جرمونو کمولو ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه1 day agoاروپايي ټولنې راستنېدونکو افغانانو ته د مرستو په برابرولو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ
