سیمه ییز خبرونه
د عمران خان د ګوند پر بندیز لګولو غور کوو- د پاکستان دفاع وزیر
د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې حکومت د عمران خان پر مشرۍ د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د فعالیتونو پر بندیز غور کوي.
د پاکستان د دفاع وزارت دا هڅه د سیاسي بې ثباتۍ په روان بهیر کې رامنځته شوې ده.
په پاکستان کې د می پر نهمه د فساد پر تور د عمران خان له نیولو وروسته سیاسي حالات کړکیچن شول، چې بیا عمران خان د محکمې له حکم وروسته په ضمانت خوشې شو.
عمران خان پر ځان لګېدلي د فساد تورونه ردوي او له ځواکمن پوځ سره په ټکر کې دی. دا حالت د پاکستان په تاریخ کې بې ساری ګڼل شوی؛ ځکه، چې پوځ د پاکستان په تاریخ کې پر مستقیم ډول واکمني کړې او ملکي حکومتونه یې څارلي دي.
خواجه آصف خبریالانو ته ویلي: پر تحریک انصاف بندیز تر څېړنې لاندې دی. تحریک انصاف د حکومت پر بنسټ داسې برید کړی، چې له دې مخکې دا کار شوی نهو، چې دا د زغم وړ نهده.
د رویترز د څرګندونو له مخې، د خان نیول په ټول هېواد کې وژونکي او ویجاړوونکي لاریونونه راوپارول، د اردو پر تاسیساتو بریدونه وشول او دولتي ودانۍ وسوځول شوې.