سیمه ییز خبرونه
د عمران خان زوی قاسم خان د پلار لیدو لپاره پاکستان ته د سفر اجازه وغوښته
نوموړي د پلار روغتیايي وضعیت نازک بللی او څرګندوي، چې هغه د ۹۱۴ ورځو راپدېخوا په انفرادي بند کې دی.
د راپورونو له مخې؛ د عمران خان زوی قاسم خان ویلي؛ هغه او ورور ته دې اجازه ورکړ شي، چې د پلار لیدو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.
نوموړي د پلار روغتیايي وضعیت نازک بللی او څرګندوي، چې هغه د ۹۱۴ ورځو راپدېخوا په انفرادي بند کې دی.
په راپورونو کې راغلي؛ عمران خان د زندان له امنیت او خوراکي آسانتیاوو څخه راضي دی؛ خو ځان له پوره روغتیایي آسانتیاوو بې برخې بولي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان سترې محکمې د تحریک انصاف ګوند بنسټوال او پخواني لومړي وزیر عمران خان ته، چې په اډیاله زندان کې دی له خپلو شخصي ډاکټرانو سره د لیدنې او خپلو زامنو قاسم او سلیمان سره د ټیلیفوني خبرو اجازه ورکړې ده.