تازه خبرونه
د عمرې حج تر سره کولو ته د کرونا واکسین دوه خوراکه اړین وګنل شول
سعودي عربستان په ډاګه کړې؛ یوازې هغه څوک کولی شي د عمرې حج ترسره کړي، چې د کرونا واکسین دوه تائید شوي خوراکونه یې ترلاسه کړي وي.
د سعودي د حج او عمرې وزارت ویلي، چې دا طرحه د روان کال د اکتوبر پر ۱۰ د سهار له ۶ بجو د پلي کېدو وړ ده.
دغه راز هغو کسانو، چې د توکلنا اپلیکشین له مخې د واکسین له ترلاسه کولو بښل شوي؛ په دې سپارښتنه کې نه راځي.
دا غوښتنلیک د هغو خلکو روغتیایي حالت ښیي، چې د فایزر- بیونټیک، اسټرازنیکا، موډرنا او یا د جانسن اند جانسن واکسینو دوه یا یو خوراک یې ترلاسه کړی وي.
همدارنګه هغه څوک، چې لومړی دوز یې ترلاسه کړی وي هم اړتیا لري د واکسین دوه یم دوز د حج لپاره سعودي عربستان ته له تګ څخه ۴۸ ګړۍ مخکې ترلاسه کړي.
د سعودي روغتیا وزارت زیاته کړې؛ هغو کسانو، چې ساینوفورم او چینايي ساینو واک واکسین ترلاسه کړي؛ باید د هېواد لخوا تصویب شوي تقویتي واکسین دوز ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې سعودي عربستان پرون د کرونا ویروس ۳۵ نوې مثبتې پېښې ثبت کړي. تر دې دمه په دې هیواد کې پر کرونا ویروس ۵۳۶۵۸۵ خلک اخته شوي، چې ۸۷۴۳ یې مړه شوي دي.
