تازه خبرونه

د عمرې حج له ۷ میاشتني ځنډ وروسته له یو لړ آسانتیاوو سره پیل شو

Published

on

Reuters
(Last Updated On: تله ۱۳, ۱۳۹۹)

د سعودي عربستان چارواکو د عمرې پر ادا کوونکیو حاجیانو اووه میاشتنی بندیز لرې کړ او د عبادت لومړۍ جوپې ته یې اجازه ورکړه، چې د یکشنبې پر ورځ د مکې مکرمې  مسجد الحرام ته ورننوځي.

زیارت کوونکیو ته ویل شوي، چې د مسجد الحرام په انګړ کې ټولنیز واټن ته پوره پاملرنه وکړي.

د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه میلیونونه مسلمانان د کال په ټولو ورځو او میاشتو کې د عمرې حج لپاره مکې مکرمې او مدینې منورې ته سفر کوي؛ خو د سعودي عربستان چارواکي په تېرو اووه میاشتو کې د کرونا ویرس له کبله اړ شو، چې د عمری حج ټول عبادتونه ودروي.

دا په داسې حال کې ده، چې سعودي عربستان د سږنی حج مراسم ننداریز ترسره کړل او یوازې کورنیو عبادت کوونکو ته یې اسانتیاوې برابرې کړې وې.

د سعودي چارواکو د یکشنبې پر ورځ یو لړ محدودیتونه لرې کړل او د سعودي ۶۰۰۰ اوسیدنکیو ته به د عمرې د مراسمو د ترسره کولو اجازه ورکړي او د نومبر له لومړۍ نېټې څخه به سعودي عربستان بهرنيو حاجیانو ته هم د ورتګ آسانتیاوې رامنځته کړي.

د کرونا وبا له خپرېدو مخکې، له ۱۳۰۰څخه ډېرو هوتلونو او په سلګونه پلورنځيو حلیریشت ګړۍ له مکې مکرمې او مدینې منورې د زیارت کوونکیو لپاره کار کاوه.

د یادونې ده، ګې اوس ډېري دغه هوتلونه تش دي او ورسره اړوند پلورنځي او رستورانتونه هم بند دي.

Trending

Exit mobile version