پرمختګ او بشپړتیا
د عوایدو کچه ۱۳ ملیاردو افغانیو ته لوړه شوې ده
دمالیې وزارت چارواکي وایي، چي په تېرو دریو میاشتو کې د افغانستان د عوایدو کچه ۱۳ ملیاردوافغانیو ته لوړ شوي دي.
دوی تمه ښيي، چې د نوي حکومت د کار د پېل سره به عواید نور هم ډېر شي او سوداګري به وده وکړي.
د ماليې وزارت مسئولینو ډاډ څرګندکړ، چې د دولتي مامورینو د معاشونو په ورکولو کې هېڅ ستونزه نلري.
وروسته له هغې، چې داسې رپوټونه خپاره شول، چې مالیه وزارت د ملکي مامورینو د معاشونو د ورکولو توان له لاسه ورکوي، مشرانو جرګې د دغه وزارت چارواکي د پوښتنو لپاره را وبلل.
د پرمختیايي پروژو ځنډېدل د مشرانو جرګې د غړو بله اندېښنه وه، چې د ماليې وزارت مرستیال ته يې وړاندې کړه.
د ماليې وزارت د پالیسۍ مرستیال شفیق احمد قاري زاده وویل:
د ناوړه اقتصادي شرایطو سره سره دوی په تېرو دریو میاشو کې د عواېدو را ټولول جدي نیولي و، چې له همدې کبله د عوایدو کچه له اتو میلیاردو افغانیو څخه ۱۳ میلیاردو افغانیو ته لوړه شوه.
د مالیې وزارت مرستیال ډاډ څرګند کړ، چې د نوي حکومت د کار له پېل سره به د هېواد اقتصاد وغوړېږي او نړیوال به له افغانستان سره مرستې وکړي.