تازه خبرونه

د غالیو له صنعته د ملاتړ لپاره دایمي نندارتون جوړوو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۵, ۱۴۰۱)

د بلخ د صنایعو او سوداګرۍ ریاست چارواکي وايي، چې ډېر ژر به د غالیو یو دایمي نندارتون جوړ کړي چې له دې لارې وکولی شي غالۍ اوبدونکیو ته بازار موندنه وکړي.

د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د غالیو په تولید کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وایي؛ له دغه صنعت څخه د ملاتړ په موخه به د غالیو دایمي نندارتون جوړ کړي.

د بلخ د صنایعو او سوداګرۍ ریاست مالي مرستیال مولوی نصیر احمد نیازی په دې اړه وايي: مونږ باید داسې بازار ولرو، چې د غالیو لپاره دایمي نندارتون وي. دا کار مو پیل کړی او کار یې ۷۰ سلنه پرمختګ کړی او د دغه نندارتون د جوړولو لپاره مو ځای غوره کړی او له غالۍ اوبدلو له اتحادیې سره مو هڅې دي.

غالۍ د افغانستان له مهمو سوداګریزو توکو څخه دي چې نړیوال شهرت لري.

په دې ورځو کې د غالیو بازار سوړ دی، تولیدونکي او پلورونکي یې د پلور لپاره د مناسب بازار له نشتوالي کړیږي.

په شمال کې دغالۍ اوبدونکو د ټولنې رييس محمد انور رحیمي وایي: د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د غالیو په صنعت کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د هېواد په شمال کې ډېر خلک په غالۍ اوبدلو کې بوخت دي.

د غاليو اوبدونکیو د ټولنې د مسوولينو د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان پر لاس اوبدل شوې غالۍ ګاونډ هېوادونو ته قاچاق کېږي او بيا د هماغو هېوادونو پر نوم د نړۍ بازارونو ته لیږل کیږي.

د هېواد په شمال کې اوبدل شوې غالۍ لوړ کیفیت او ښه شهرت لري؛ خو له څه مودې راپدیخوا له نړۍ سره د سوداګریزو اړیکو په برخو کې د ستونزو له کبله دا صادراتي توکی هم د پخوا په شان بازار نلري.

Trending

Exit mobile version