سیمه ییز خبرونه

د غر ښويدنې پر لامل د كابل– ننگرهار لويه لار و تړل شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د درنټې په سيمه كې د غر ښويدنې پر لامل د كابل – ننگرهار لويه لار د ترافيكو په مخ تړل شوې ده.

د ننگرهار والي وياند احمد ضياء عبدالزى وايي:

د شنبې په ماښام(د وري۳) د درنټې په سيمه كې د ورښتونو پر لامل د غره يوه برخه د كابل– ننگرهار لويې لار ته راښوييدلې او دا سړك يې د موټرو د تگ راتگ په مخ تړلى دى.

د نوموړي په وينا، په دې پېښه كې چا ته زيان نه دى اوښتى.

عبدالزى وايي:

سیمې ته د ټولگټو ریاست مامورین او نورې مرستندویه ډلې استول شوي او هڅّه کوي، چې یاده لار بېرته د ترافیکو په مخ پرانیستل شي.

د يادونې وړده، چې دوه اوونۍ وړاندې هم د دې سيمې د غر ښويدنې په پېښه كې دغه لويه لار درې ورځې د ترافيكو په مخ تړل شوې وه.

Trending

Exit mobile version