سیمه ییز خبرونه
د غزني امنيتي ځواكونو له يوې درندې چاودنې مخنيوى وكړ
د غزني چارواكي وايي، چې پوليسو له چاوديدونكيو توكو ډكه يوه لارې نيولې ده.
د غزني والي مرستيال محمدعلی احمدي په ډاگه كړه، چې په دې لارۍ كې، چې په ښكاره يې خوراكي توكي بار كړي، خو په منځ كې يې اتلس زره كيلو گرامه چاوديدونكي توكي ځاى په ځاى شوي دي.
ښاغلى احمدي وايي، دغه موټر له پكتيكا څخه غزني ته راليږدول شوى و، چې د دې ولايت كوم دولتي بنسټ په نښه كړي؛ خو د پوليسو له خوا ونيول شو.
نوموړى وايي، د دغه موټر چلوونكى هم نيول شوى دى.
ښاغلى احمدي په غزني كې د يو لړ عملياتو پر مهال د وسلوالو طالبانو د يو قوماندان په گډون د درې وسلوالو كسانو له وژل كيدو خبر وركوي.
بلخوا د غزني د قره باغ ولسوال په دې ولسوالۍ كې د نهو تنو له وژل كيدو خبر وركوي، چې پېنځه تنه يې د يوې كورنۍ غړي او څلور نور وسلوالو مخالفين دي.
د قره باغ ولسوال وايي، دغه كسان هغه وخت ووژل شول، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريد وكړ. په نښته كې د وسلوالو له خوا يو توغول شوى توغندى پر يو كور ولگيد او د دغه كور پېنځه غړي، چې ماشومان هم په كې دي، ووژل شول.
د ولسوال په وينا، د سيمه ييزو پوليسو او وسلوالو مخالفينو په نښته كې څلور وسلوالو مخالفين هم وژل شوي دي.
سيمه ييز چارواكي وسلوالو طالبانو ته خبردارۍ وركوي، چې هيڅ كله به هم خپلو شومو موخو ته ونه رسيږي.