سیمه ییز خبرونه

د غزني امنيت آمر محمد حسين ووژل شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د غزني امنيه قوماندانۍ امنيت آمر محمد حسين او دوه نور پوليس نن سهار د واټ غاړې ماين په چاودنه كې ووژل شول.

د غزني  ولايت د مقام مطبوعاتي دفتر د مسول نبي جان په وينا، د امنيت آمر زنه خان ولسوالۍ ته د هغو پوليسو د مرستې لپاره روان و، چې له وسلوالو مخالفينو سره په جگړه كې ښكېل ول.

د سرچينې په وينا، د محمد حسين د ليږد موټر د زنه خان ولسوالۍ په اړوند سيمه كې د واټ ماين چاودنې ښكار شو.

په پېښه كې د امنيت آمر او دوه نور پوليس ووژل شول او دوه پوليس ټپيان دي.

دا په داسې حال كې ده، چې وسله والو طالبانو د پسرلنیو عملیاتو د پيل خبرداری ورکړى او وايي، چې د حکومت د پلويانو او لويديځو ملاتړكوونكيو پرضد به خپل ځانمرگي او نور ځانگړي بریدونه ډېر کړي.

Trending

Exit mobile version