سیمه ییز خبرونه
د غزني بزگران او بڼوال له وچكالۍ اندېښمن شوي
دوى وايي:
سږكال يې د تېروكلونو په پرتله د اوبو د كموالي له لامله لږ حاصلات ترلاسه كړي دي.
د غزني د كرنې رييس د دې ستونزې په منلو وايي:
سږ كال له يوې خوا موسمي اورښتونه كم ول او له بلې خوا څو كاله وړاندې د بند سلطان د ماتيدو له لامله كافي اوبه نه دي زيرمه شوي؛ ځكه وايي:
د دې ولايت ډېرې ځمكې د بند سلطان پر اوبو خړوبيږي .
په غزني كې دا بزگران او باغ لرونكي وايي:
د اوبو د لږوالي له لامله يې د ځمكې او باغونو حاصلاتو ته زيان رسيدلى دى.
دوى وايي:
دا ستونزه له څو كلونو راپدېخوا په غزني كې دوام لري او له دولت څخه د مرستې غوښتنه كيږي.
د غزني د كرنې رييس سلطان حسين عباسيار وايي:
دا، چې په دې ولايت كې ډېرې ځمكې د چينو په اوبو خړوبيږي؛ نو ددې ستونزې د حل په موخه په پام كې ده، چې د كرنې وزارت له خوا د غزني په بېلابېلو سيمو كې د اوبو بندونه جوړشي.
د غزني د كرنې رياست مسوولين وايي، چې د دې ولايت په سلو كې ۷۵ اوسيدونكي په بزگرۍ اخته دي او اوس په دې ولايت كې ۷۵۰ زره جريبه ځمكه كې د كرنې لپاره چمتو ده، چې مهم كرنيز پيداوار يې انگور، مڼې، زردالو ، الوبخارا، كچالو او غنم دي.