تازه خبرونه

د غزني د اندړو جنايي مدير محمد ظاهر ووژل شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د غزني د اندړو ولسوالۍ جنايي مدير نن غرمه مهال په يوه چاودنه كې ووژل شو.

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي، چې:

دا چاودنه نن غرمه(د كب۲۸) د غزني ښار د كندهار اډې په سيمه كې د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې دفتر مخې ته شوې ده.

نوموړى زياتوي، چاوديدونكي توكي په يوه بايسكل كې ځاى په ځاى شوي ول.

نوموړي په ډاگه كړې، چې په دې چاودنه كې د اندړو ولسوالۍ پر جنايي مدير محمد ظاهر سربېره  ملكي وگړي هم وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان دي.

Trending

Exit mobile version