تازه خبرونه

د غزني د اندړ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې موتر بم برید مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۹, ۱۳۹۹)

د غزنی ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي؛ تېره شپه وسلوالو طالبانو د دې ولایت د اندړ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې موتربم چاودنه کړې.

د غزني والي ویاند وحیدالله جمعه زاده زیاته کړې، چې طالبانو تېره شپه د اندړ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د هاموي ټانک پر مټ چاودنه کړې؛ درې سرتېري یې وژلي او دوه نور ټپیان دي.

هغه زیاته کړې، چې په اړوند سیمه کې امنیتی ځواکونو یو مازدا موتربم هم کشف کړی دی.

د غزنی والي ویاند زیاته کړې، چې سیمې ته مرستندوی ځواکونه رسیدلي او وضعیت اوس ښه دی.

ملي دفاع وزارت څرګنده کړې، چې تېره شپه طالبانو د غزنی ولایت په اندړ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر یو مرکز برید کړی، چې دوه عسکر یې وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

د ملي دفاع وزارت د څرګندونو له مخې؛ د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ نښتې د چارشنبې تر سهاره روانې وې.

په خبرپاڼه کې راغلي: د طالبانو برید شنډ شوی او دې ډلې ته درنده مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې: یو ځانمرګي بریدګر، چې غوښتل یې خپل د چاودیدونکیو توکو ډک موتر د ملي اردو یو مرکز ته نږدې وچوي؛ موخې ته له رسیدو مخکې ووژل شو.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version