پرمختګ او بشپړتیا
د غزني د تاريخي آبداتو د بيا رغونې هوكړه ليك لاسليك شو
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت وايي:
غزني نه يوازې د افغانستان، بلكې د ټولو اسلامي هېوادونو شريك فرهنگي ميراث دى.
د غزني ښارد تاريخي آبداتو د بيارغونې په موخه د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت او په كابل كې د ايران سفارت ترمنځ يو هوكړه ليك لاسليك شو.
د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت چارواكي وايي:
د دې هوكړه ليك له مخې به ايران د دغه ښار د يو شمېرتاريخي آبداتو په بيارغونه كې همكاري كوي .
د آريانا راډيو- ټلويزيون خبريال اسلم حجاب څرگندوي، چې:
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزيرسيد مخدوم رهين د سه شنبې په ورځ(د تلې په ۱۲) وويل، چې د غزني د تاريخي آبداتو د رغونې چارو ته يې چټكتيا وركړې ده.
ښاغلي رهين تاكيد و كړ، چې:
د دې هڅو په لړكې به ډېر ژر د المان د مونيخ پوهنتون يوه ډله افغانستان ته راشي او په دې برخه كې به كارپيل كړي.
د اطلاعاتو او فرهنگ وزير، چې په كابل كې يې د ايران له سفير فدا حسين مالكي سره د غزني ولايت د تاريخي آبداتو په بيارغونه كې د همكارۍ هوكړه ليك لاسليك كړ؛ خبري غونډې ته څرگنده كړه، چې:
غزني د ټولو اسلامي هېوادونو يو گډ فرهنگي ميراث دى او په بيارغونه او ساتنه كې بايد له افغانستان سره همكاري وشي.
د اطلاعاتو او فرهنگ وزير سيد مخدوم رهين په دې اړه د ايران له همكارۍ خوښي وښوده او غوښتنه يې وكړه، چې:
سپارل شوي كارونه دې له ۲۰۱۳ ع كال وړاندې بشپړشي.
په افغا نستان كې د ايران سفير فدا حسين مالكي وايي، چې:
غزني يو له هغو ښارونو څخه دى، چې ټوله اسلامي نړى ورسره ژورې ا ړيكې لري.
نوموړي همدا راز ژمنه وكړه، چې:
په دې برخه كې به خپل كارونه له ۲۰۱۳ع كال وړاندې بشپړكړي.
نوموړى وايي، چې:
په دې برخه كې به ډېرژر د ايراني كارپوهانو يوه ډله افغانستان ته راشي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزيرپه وينا:
كه څه هم د غزني او هېواد د نورو تا ريخي بنسټونو، د رغونې او ساتنې لپاره ډ ېرې بود يجې او مالي امكاناتو ته اړتيا شته، خو د غزني د بيارغاونې په برخه كې دغه وزارت ته د افغانستان حكومت له خوا د روان كال لپاره لس ميليون ډالره پانگه ځانگړې شوې.
د يادونې وړ ده، چې دغه ښار به په ۲۰۱۳ع كال كې د اسلامي هېوادونو د تمدن د مركزپه توگه و نومول شي.
