سیمه ییز خبرونه

د غزني د مركزي زندان ستونزو ته پاملرنه پكار ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په دې څو لنډو ورځو كې  د غزني له مركزي زندان څخه د يوې ښځې او يوه ماشوم په گډون ۱۹ بنديان خوشي شول؛ خو تر اوسه هم څه نا څه پېنځه سوه بنديان، چې اووه يې ښځې دي په دغه زندان كې گډ ساتل كيږي. حتا جنايي، سياسي، د ترافيكي پېښو او په نشه يي توكو روږدي بنديان هم په ډله ييز ډول يوځاى ساتل كيږي.

د ځاى د كموالي له كبله ناروغۍ له يوه څخه بل بندي ته ليږديږي؛ حتا لفظي او فزيكي شخړې كله نا كله د دغو بنديانو ترمنځ رامنځته كيږي، چې د زندان چارواكي يې هم يوه ستونزه گڼي.

د غزني د څارنوالۍ رييس عبدالرشيد عابد وايي، د دې ستونزې د حل په موخه يې ډېر ځله لوړ پوړيو چارواكو ته خبر وركړى، خو تر اوسه هيڅ اقدام نه دى شوى.

په همدې وخت كې د غزني د مركزي زندان آمر عبدالرحمن وايي، د بنديانو هره برخه په بېله ساتل كيږي.

په ورته وخت كې داكتر عصمت الله،، چې خپله هم بندي دى د بنديانو درملنه كوي او وايي مخكې د بنديانو ډېروالي روغتيايي ستونزې رامنځته كړې وې، خو اوس دا ستونزه حل شوې ده.

كه څه هم د غزني څارنوال وايي، زندان د بنديانو لپاره د بند او عبرت غوره ځاى دى، خو په دغه زندان كې د بنديانو لپاره هيڅ روزنيز پروگرام نشته.

د يادونې وړ ده، چې د زندان چارواكي بنديان له رسنيو سره د خپلو ستونزو په اړه خبرو ته نه پريږدي.

Trending

Exit mobile version