سیمه ییز خبرونه
د غزني د مركزي محبس په يوه خونه كې دېرش بنديان ساتل كيږي
د غزني د مركزي محبس په يوه خونه كې د دېرش بنديانو ساتل د بنديانو تر منځ بېلابېلې ناروغۍ را منځته كړي دي.
مسوولين وايي، د ځاى د نشتوالي له كبله اړ يو، چې دا كار وكړو.
پر دې مسالې رسنيو وخت ناوخته راپورونه هم خپاره كړي دي.كه څه هم د هرې ورځې په تېريدو د بنديانو په شمېر كې زياتوالى راځي؛ خو د دې ستونزې د حل لپاره تر اوسه هيڅ عملي اقدام نه دى شوى.
د دغه زندان له جوړيدو لسگونه كلونه تېر شوي، چې اوس زوړ او د گټې اخيستنې وړ نه دى؛ خوسره له دې هم څه ناڅه ۵۰۰ بنديان په كې ساتل كيږي.
د دې زندان كوټې د رڼا لپاره يوه درمڅه لري، چې له هغې هم لمر نه ورننوځي او دومره تيارې دى، چې سم په كې سم څه نه ښكاري.
د زندان د مركزي كلينيك داكتر حضرت گل نظري د دغه زندان له وضعې ډېر اندېښمن دى.
د زندان په يوه برخه كې بنديان لمر ته كښيني او د لاسي شيانو په جوړونه بوخت دي، خو خپلو دسيو ته له لاسرسي گيله من شوي دي.
د څارنوالۍ ، امنيه قوماندانۍ او صحت عامې چارواكو ترې هم ليدنه وكړه.
سره له دې د زندان مسوول عبدالرحمن ساپى د زندان وصعه ښه گڼي، خو د ځاى له تنگوالى اندېښمن دى.
د يادونې وړ ده، چې نه يوازې د غزني زندان بنديان له ستونزو سره مخ دي، بلكې د ټول هېواد زندانيان په خپلو زندانونو كې له ورته ستونزو سره مخ دي.