تازه خبرونه

د غزني د ملكي روغتون ودانۍ د نړېدو په حال كې ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د غزني د ملكي روغتون ودانۍ د نړېدو په حال كې ده، خو د غزني له دوه سوه بستریز روغتون پرته بل داسې ځاى نشته، چې روغتون ورته ولېږدول شي.
د غزني د دوه سوه بستريز روغتون د بنسټ ډبره اته كاله وړاندې د غزني ښار په علي لالا سيمه كې اېښودل شوې، خو د انګړ د ديوالونو تر جوړېدو وروسته يې كار په ټپه درېدلى دى.
د غزني د ملكي روغتون ودانۍ شپېته كاله وړاندې جوړه شوې ده.
د دغه روغتون رئيس باز محمد همت وايي، د ودانى ځينې برخې د نړېدو په حال كې دي.
نوموړی دغه راز زياتوي، چې غزني ښار د لويې لارې پرسر پروت دى او خپله د غزني نفوس هم ډېر دى، نو د څو ولايتونو ناروغان دغه روغتون ته راوړل كېږي، خو د ټولو ناروغانو لپاره په پوره اندازه امكانات نه لري.
د غزني د عامې روغتيا رئيسه ضیا ګل وايي:
د عامې روغتيا له وزارت سره تر ډېرو اړيكو وروسته په پام كې ده، چې په نيژدې راتلونكې كې په غزني كې د دغه روغتون د جوړولو چارې پېل شي.
په همدې وخت كې د غزني والي محمد موسی اکبرزاده وايي:
د دغه روغتون د جوړولو لپاره يو اس آى ډي اته ميليون ډالره وركړې وې، خو د نامعلوم لاملونو له امله دا پېسې وركې شوې.
هغه دغه راز وايي، په دغه ولايت كې به ډېر ژر د يوه پنځوس بستريز روغتون د جوړولو چارې پېل شي.
كه څه هم په غزني كې په دولتي روغتونو سربېره تراوسه په دغه ښار كې لسګونه خصوصي روغتونونه جوړ شوي، خو ناروغان تل په دغه ولايت كې د روغتيايي امكاناتو له نشتوالي سرټكوي.

Trending

Exit mobile version