سیمه ییز خبرونه
د غزني د ولايتي شورا نوى رئيس وټاكل شو
د غزني د ولايتي شورا نوى رئيس په داسې حال كې وټاكل شو، چې د دې شورا پخوانی رئيس عزیزالله پویا په راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو كې د مرستيال په توګه د ځان تر كانديدولو وروسته له خپل پست استعفا وركړه.
د شورا څلورو غړو په خپلو كې نوى رئيس وټاكه، خو د غزني څارنوالي د ولايتي شورا دا كړنه د قانون او د ولايتي شورا له كړنلارې خلاف عمل بولي.
امان الله كامراني، چې په دې وروستيو كې د ولايتي شورا د رئيس په توګه ټاكل شوى، وايي، مخكې د ده په غياب كې د ولايتي شورا څه باندې لسو غړو په يوې ناسته كې دى د رئيس په توګه ټاكلى و. دى وايي، دا يوه قانوني پروسه وه.
خو د غزني د څارنوالى رئیس او د غړنی د والي وياند شفیق الله ننگ د شورا دا كړنلاره نه مني.
د دوی په باور د شورا د رئيس ټاكل د هغه مكتوب خلاف كړنه ده، چې سيمه ييزو ارګانونو ادارې دوی ته لېږلى.
مخكې له دې هم دې بنسټ په نورو ادارو كې د قانون پر نه تطبيق نيوكې كړې وې.