تازه خبرونه

د غزني د پارلماني ټاکنو په ګډون د ولسوالیو، ولایتي او ښاروالیو شوراګانو ټاکنې کیږي- صالح

Published

on

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح څرګنده کړې: ولسمشر د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته دنده سپارلې، چې په یوه میاشت کې د ولایتي شوراګانو ټاکنیزې حوزې ځانګړې کړي.

امرالله صالح ویلي: ټاکنیزې حوزې ځانګړې کول په ټاکنو کې یوه خورا پېچلې او حساسه مسله ده؛ ځکه، چې دا کار د ټولنې یا یوې برخې لپاره یې د تجرید او تقلیل احساس رامنځته کولی شي.

د ټاکنو څارونکي بنسټونه د هېواد سیاسي او امنیتي شرایط د ټاکنو لپاره مناسب نه ګڼي او وايي، چې په داسې حالاتو کې ټاکنې شونې ندي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ مشر محمد نعیم اصغري زیاتوي، زمونږ دلیل دادی: ان کابل، چې د هېواد پلازمېنه ده؛ تر امنیتي ګواښ لاندې ده.    

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ ویانده صغرا سادات وایي: امنیت نشته او مونږ په ناسمو امنیتي شرایطو کې یو. دغه راز دا هم څرګنده نده، چې د ټاکنو د تر سره کولو بودجې ته څوک اوږه وړاندې کوي.

په ولسي جرګه کې د غزني ولایت د خلکو استازي وايي، چې په دغه ولایت کې د ناامنیو کچه ډېره لوړه ده.

په ولسي جرګه کې د غزني استازی علي اکبر قاسمي وایي: غزني له پامه غورزېدلی ولایت دی. په کابل کې امنیت خوندي کولی نشي؛ پاتې شو غزني، چې یو ډېر ناامنه ولایت دی.  

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین بیا وايي، چې د ټاکنو تر سره کولو ته چمتو او ژمن دي او له ټولو بنسټونو غواړي، چې خپلې دندې تر سره کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشرحبیب الرحمان ننګ څرګنده کړې؛ ټول ونډوال راوړاندې شي؛ امنیتي بنسټونه باید د ټاکنو د ترسره کولو لپاره امنیت خوندي کړي او نور اړوند بنسټونه باید د آسانتیاوو په رامنځته کولو کې له کمیسیونه سره همکاري وکړي.

ولسمشرۍ د ټاکنو خپلواک کمیسیون چمتوالی ستایلی او په ډاګه کوي، چې حکومت د ټاکنو تر سره کولو ته ژمن دی.

کارپوهانو ويلي؛ که په اوسنیو شرایطو کې هر ډول ټاکنې وشي، د شفافیت او عادلانه والي ډاډ یې ناشونی دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون له دې مخکې پتیلې وه، چې د راتلونکي کال د تلې په میاشت کې د ولایتي، ولسوالیو او ښاروالیو  شوراګانو تر څنګ به د غزني لپاره د  ولسي جرګې ټاکنې کوي.

Trending

Exit mobile version