سیمه ییز خبرونه
د غزني سيمه ييز چاراوكي د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په قضيو كې لاس لري
د غزني د ولايتي شورا ځينې غړي او د مدني ټولنو استازي د غزني سيمه ييز چاراوكي او په ملي شورا كې د دې ولايت يو شمېر استازي د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په قضيو كې په لاس لرلو تورنوي.
د غزني د ولايتي شورا ځينو غړو او د مدني ټولنو استازو په كابل كې د سې شنبې په ورځ ( د سلواغې دريمه) په يوې ناسته كې په غزني كې د ښځو پر حالت اندېښنه ښكاره كړه.
د غزني د ولايتي شورا غړې حميده گلستاني او د مدني ټولنې غړى ناظر حسين باهر وايې:
غزني كې ښځې له زياتو ستونزو سره مخ دي، تل د تاوتريخوالي د بېلابېلو بڼو قرباني كېږي، خو هېڅ داسي يو بنسټ نشته، چې د دوى له حقونو دفاع وكړي.
دوى زياتوي، چې د افغانستان قوانين ډېرې نيمگړتياوې لري او بايد په لومړي سر كې پر قوانينو بيا كتنه وشي، څو خلك د قانون له مخې خپلې ستونزې حل كړي.
بل لور د مدني ټولنو ځينې استازي وايې، پرته له دې، چې د ښځو پر وړاندې د زور زياتي پېښې عدلي او قضايي بنسټونو ته وړاندې شي، سيمه ييزې شورا گانې يې په اړوند خپل سرې پرېكړې كوي او د دوى پرېكړې هم د ښځو پر زيان وي.
دوى همدارنگه وايې، د غزني ځينې سيمه ييز چارواكي او په ملي شورا كې د دې ولايت استازي د ښځو پر وړاندې د زورزياتي په پيښو كې ښكېل دي او نه غواړي، چې د زورزياتي دوسيې وڅېړل شي.
د مدني ټولنو غړو همدارنگه وويل، چې د مدني ټولنو تر منځ په چارو كې همغږي نشته څو د ښځو پر وړاندې د زورزياتي د پېښو په مقابل كې ودرېږي.
دوى زياتوي، ډېر شمېر د مدني ټولنو بنسټونه په جنگي جنايت كارانو پوري تړاو لري او دوى د دا راز مسايلو په اړه هېڅ پاملرنه نكوي او يوازې د خپلو گټو د تر لاسه كولو په هڅه كې دي.
د شمېرو له مخې، په تېره يوه مياشت كې په غزني كې د ښځو پر وړاندې د زورزياتي څلور پېښې ثبت شوې دي، چې درې يې پر نجونو جنسي تېري او يوه بله يې د تاوتريخوالي ده.
په دې وروستيو كې د غزني تر څنگ د هېواد په ځينو نورو ولايتونو او سيمو كې هم د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ليدل شوي دي.