انځوريز خبرونه
د غزني ولايت امنيتي، عدلي او قضايې بنسټونه په فساد اخته كسان نيسي
د غزني ولايت امنيتي، عدلي او قضايې بنسټونه همغږي شوي، چې په فساد اخته كسان د قانون منگولو ته وسپاري.
د غزني څارنوالۍ په روان كال كې د دولت ديارلس هغه مامورين نيولي، چې په اداري فساد كې ښكېل ول.
د غزني د ولايتي شورا رييس عزیزالله پویا او مرستيال عبدالجامع جامع دغه اقدام يوه لاسته راوړنه بولي؛ خو زياتوي، چې په اداري فساد كې ښكل يو شمېر لوړ پوړي دولتي چارواكي تر اوسه نه دي نيول شوي.
د غزني د څارنوالۍ رييس عبدالرشید عابد د يو شمېر لوړ پوړيو چارواكو د نه نيولو لامل د جگړې شتون، د قومي مشرانو او چارواكو مداخله بولي.
نوموړى زياتوي، گڼ شمېر اسناد تر لاسه شوي او د وخت په تېريدو به قانون پر ټولو يو ډول پلى شي.
په يوه تازه پېښه كې د چاغوري ولسوالۍ د املاكو د چارو مدير په غير قانوني توگه د ځمكې د خرڅلاو په تور د څارنوالۍ له خوا نيول شوى؛ خو په اداري فساد كې ښكيل داسې كسان هم شته، چې د نيولو له وېرې له غزني څخه كابل ته تښتيدلي دي.