سیمه ییز خبرونه

د غزني ولايت د تاريخي څليو د رغونې هڅې پيل شوې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت غواړي د غزني تاريخي منارونه ورغوي.

دغه وزارت له هغې وروسته په دې كار لاس پورې كړ، چې له ډېرو سروې گانو او ژمنو سره سره هم  تراوسه هيڅ هېواد د غزني د څليو بيارغونې ته چمتو شوي نه دي.

په غزني كې د اطلاعاتو او فرهنگ رياست رييس بسم الله شريفي وايي:

د دغه ولايت پپر تاريخي څليو د ترميم چارې پيل شوي، چې د  شاوخوا سيمو په كيندلو تاريخي آثار هم ترلاسه شوي دي.

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د لرغون پېژندې مسلكي غړى  شېر محمد وايي:

د تاريخي آبداتو د ساتنې له ادارې غواړو، چې په رغولو كې يې هڅې وكړي.

د غزني والي محمد موسى اكبرزاده وايي: د اسلامي فرهنگ د مركز په توگه د غزني د نومولو په راتلونكي جشن كې به هيڅ  پخوانى كار، چې  خپرول يې يوې شبكې ته انحصاري كړي، تكرار نه شي.

هغه وايي، په راتلونكې ننداره كې، چې د تلې په مياشت كې جوړيږي هيڅ خبريال به نا هيلى نه شي .

د غزني د اطلاعاتو او فرهنگ مسوولين وايي، د دغه ولايت تاريخي منارونه له زر كلونو ډېره لرغونتيا لري او هغه آثار، چې د دغو څليو له شاوخوا ترلاسه شوي په بشپړ ډول وراسته شوي دي.

Trending

Exit mobile version