تازه خبرونه

د غزني ولايت د جاغوري ولسوالۍ محصلينو ته مرگ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د غزني امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر اسدالله انصافي وايي، چې تېر مازيگر يوې ډلې محصلينو غوښتل د غزني له ښاره جاغوري ولسوالۍ ته ولاړ شي، چې په لار كې وسله والو طالبانو پرې ډزې كړي دي.
د دغه ولايت د امنيت امير اسد الله انصافي زياتوي، په دې بريد كې يوه محصله او د هغې مور وژل شوي او دوه محصلين او يو موټر چلوونكى ټپيان دي.
سرچينې په ډاگه كړې، چې وسلوال پر محصلينو له ډزو وروسته تښتيدلي او د پېښې ټپيان د غزني مركزي روغتون ته ليږدول شوي دي.
د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي:
د هغو محصلينو او استادانو له ډلې، چې وسله والو د سه شنبې په ورځ(د غبرگولي۲۰) د غزني ولایت د انډړ ولسوالۍ د نوح بابا په سیمه کې یر غمل شوي ول، شل تنه يې د قومي مشرانو په منځگړيتوب خوشې شوي دي.
د نوموړي د څرگندونو له مخې د پاتې نورو كسانو په اړه طالبان څېړنه كوي.

Trending

Exit mobile version