سیمه ییز خبرونه

د غزني ولايت ناامنه سيمې د كابل – كندهار د لويې لارې د امنيت لپاره گواښ دى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كندهار امنيه قوماندان او د درېيم سرحدي زون درستيزوال جنرال عبدالرازق د كندهار- كابل پر لويه لار له امنيتي پوستو څخه د ليدنې پر مها ل وويل، چې د مركزي دولت چارواكي يوازې د نقشې له لارې دا سيمه گوري او د تشكيل اټكل يې كوي؛ نو، ځكه د دى لارې امنيت ورځ تر بلې د خرابيدو پرلوري روان دى.

د كندهار- كابل د لويې لارې د امنيت خراب حالت په دې ورورستيو كې د ټولو مسافرينو اندېښنې راپارولې دي.

د كندهار امنيه قوماندان او د كابل – كندهار د لويې لارې د امنيت ساتنې د همږغۍ مشر جنرال عبدالرازق په ډاگه كړه، چې:

د زابل او پكتيكا ولايت ترمنځ د غزني ولايت اړوند غرنې سيمې په دواړو ولايتونو كې د كابل – كندهار د لويې لارې امنيت ته  لوى گواښ پېښ كړى او د غزني ولايت چارواكو هم په ياده سيمه كې د دولت د وسله والو مخالفينو د مركزونو په له منځه وړلو كې هيڅ هڅه  نه ده كړې.

د جنرا ل رازق په وينا، په ۱۳۹۲ل كا ل كې د كندهار او زابل ولايتونو د سرحدي  پوليسو په تشكيل كې هم يو كنډك كمښت راغلى، چې دا كار به په راتلونكي كال كې زموږ ستونزې نورې هم ډېرې كړي.

Trending

Exit mobile version