سیمه ییز خبرونه

د غزني ولايت په اندړ ولسوالۍ كې د نجونو ښوونځى پرانيستل شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

له غزني څخه ترلاسه شوي رپوټونه وايي، چې له كلونو ځنډ وروسته د دغه ولايت په اندړ ولسوالۍ كې يو ځل بيا د نجونو لپاره ښوونځي پرانيستل شوي دي.

د غزني په اندړولسوالۍ كې د جگړو او وسلوالو طالبانو د گواښونو له كبله د نجونو او ان د هلكانو ښوونځي تړل شوي ول.

د غزني د پوهنې مدير محمد قاسم ديسيوال وايي، چې:

اوس په اندړو كې ټول ښوونځي فعال دي او د نجونو لپاره په لومړي ځل د يوه ښوونځي دروازه پرانيستل شوه.

د اندړو خلك په دې ولسوالۍ كې د نجونو د ښوونځيو بيا فعاليدل په اتڼونو نمانځي او خوښ دي، چې په سيمه كې ثبات راغلى او د پرمختگونو لپاره زمينه برابره شوې ده.

د اندړو خلك وايي، چې د سيمه ييزو پوليسو او پاڅون كوونكيو په ملاتړ طالبان شړل شوي دي او د ولسوالۍ په زياترو سيمو كې امنيت ټينگ دى.

د يادونې وړ ده، چې دوه كاله وړاندې دغه سيمه له طالبانو سره وه.

Trending

Exit mobile version