تازه خبرونه
د غزني ّه ملا نوح سیمه کې ۱۱ ماین پاکان تښتول شوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
په غزني كې د ماين پاكۍ موسسې يوولس كاركوونكي د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي دي.
د غزني والي وياند شفيق ننگ ساپى وايي:
دا كسان له كندهار څخه كابل ته روان ول، چې د غزني د ملا نوح بابا په سيمه كې د وسله والو طالبانو له خوا له موټر کښته او نامعلوم ځاى ته ليږدول شوي دي .
سر چينې ون ويل، چې دا ماين پاكان د كومي موسسي کارکوونکِ دِ.
ملا نوح د كابل – كندهار په لويه لار د غزني د اندړو او قرباغ ولسوالیو ترمنځ سيمه ده.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .