سیمه ییز خبرونه
د غزني په اندړو ولسوالۍ كې يوولس سيمه یيز پوليس وژل شوي دي
د غزني اندړو په ولسوالې كې يوولس سيمه یيز پوليس او د هغوى شپږ تنه ميلمانه په خپله پوځې اډه كې وژل شوي دي. د چارواكو په وينا دغه كسان لومړى مسموم شوي او وروسته په ډزو وژل شوي دي.
د غزني والي محمد موسى اكبر زاده وايي:
په دغه بريد كې يوولس سيمه یيز پوليس او شپږ د هغوى ميلمانه وژل شوي دي.
نوموړى زياتوي، چې دغه كسان لومړى مسموم شوي او وروسته په ډزو ويشتل شوي دي.
په داسې حال كې، چې د غزني امنيه قوماندان زړور ذاهد سيمې ته د پلټنو لپاره تللى، خو د ولايتي شورا يو غړى امان الله كامراني وايي:
دغه پوليس د خپلو دوه ملګرو له خوا وژل شوي دي.
د هغه په وېنا دوه تنو لومړى د پوليسو ډوډۍ زهرجنه كړې، چې پوليس يې مسموم كړي دي او وروسته یی په ډزو وژلی دي.
دا په داسې حال كې ده، چې د غزنې په اندړو ولسوالۍ كې يو شمېر خلكو د وسله والو طالبانو په وړاندې پاڅون كړى دى او د هغوى په مخالفت كې ولاړ دى.
وسله والو طالبانو د يادې پېښې مسئوليت په غاړه اخستې او ويلي دي، چې دوى په دغه بريد كې نولس سيمه یيز پوليس وژلي او د هغوى وسلې يې له ځان سره وړي دي.
