تازه خبرونه
د غزني په اندړ ولسوالۍ كې اووه پاڅونوال وژل شوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د غزني په اندړ ولسوالۍ كې د وسلوالو طالبانو په بريد كې اووه پاڅونوال وژل شوي دي.
د غزني ولايت مرستيال محمد علي ا حمدي وايي، چې وسلوالو تېره شپه د اندړ ولسوالې په منارسيمه كې د پاڅونوالو پر پوسته بريد كړى، چې په كې پېنځه پاڅونوال وژل شوي دي.
نوموړى وايي، چې كله د پاڅونوالو مشر قوماندان عبدالله د خپلو كسانو مرستې ته ورروان شو په لاره كې پرې چاودنه وشوه، چې له کبله يې هغه له خپل موتر چلوونكي سره وژل شوى دى.
سرچينې د وسلوالو د مرگ و ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي