سیمه ییز خبرونه
د غزني په اندړ ولسوالۍ کې ١٧ سيمه ييز پوليس وژل شوي دي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د غزني ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع وايي، چې:
دا پېښه تېره شپه د اندړ ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو په يوه پوسته کې رامنځته شوې ده.
سرچينه زياتوي، چې:
سيمه ييز پوليس لومړى مسموم شوي او بيا په ډزو وژل شوي دي.
د غزني والي محمد موسى اكبرزاده وايي، چې:
په وژل شويو کې ۱۱ تنه سيمه ييز پوليس او شپږ نور ميلمانه ول.
هغه وايي:
د پوستې دوه ساتونكي تښتيدلي دي.
ويل كيږي، چې په دې تړاو تراوسه يو تن نيول شوى دى.
