پرمختګ او بشپړتیا
د غزني په خوږياڼيو كې درې پروژې د پلي كيدو په حال كې دي
د غزني د خو ږياڼيو ولسوال وايي:
په دې ولسوالۍ كې د بيارغونې د ولايتي ډلې په همكارۍ د څه نا څه دوه ميليون ډالرو په ارزښت درې پروژې د تطپيق په حال كې دي.
هغه دغه راز د دغه ولسوالۍ امنيتي وضعيت ښه گڼي او وايي:
په پام كې ده د دغې ولسوالۍ د سړك د پخولو چارې ډېر ژر پيل شي .
د غزني د خوږياڼيو ولسوال باشي حبيب وايي:
د پوليسو د كوماندانۍ او ولسوالۍ وداني او د يوه ۱۲ بستريز كلينيك جوړول په دې ولسوالۍ كې هغه پروژې دي، چې د جوړولو چارې يې په سلو كې څلويښت پرمخ تللې دي.
دا پروژې په داسې حال كې تطبيقيږي، چې څه موده وړاندې د غزني د پوليسو كوماندان زړور زاهد ويلي وه، چې:
د دغه ولايت په ځينو ناامنو ولسواليو كې د دولتي ادارو مسوولين نشته، هغه د دې كار لامل د ملكي ادارو لپاره د ودانۍ نشتوالى بللى و.
د خوږياڼيو ولسوال وايي:
دا ولسوالي څه ناڅه ۱۴ زره اوسيدونكي لري، چې د غزني ښارپه ۱۵ كيلومترۍ كې پرته ده او له چغتو ، رشيدانو او ناور ولسواليو سره گډه پوله لري .