تازه خبرونه
د غزني په ولسواليو كې ټاكنيزې درغلۍ ډېرې شوې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
په غزني كې د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون وايي، په ولسواليو كې د درغليو گراف لوړ شوى دى.
د دوي په خبره تر اوسه يي د درغليو ۸۵ پېيښې ثبت كړي، چې ځينې يې له اسنادو او شواهدو سره وړاندې شوې دي.
د غزني په ولايت كې د ټاكنو خپلواك كميسيون مسوول عبدالقدیر تگین وايي، د تازه موندنو له مخې په اندړو كې د يوه كانديد په گټه د رايو شپږ كڅوړې ډكې شوې دي.
ويل كيږي، چې په درغليو كې ډېر دولتي چارواكي او حتا د ټاكنو خپلواك كميسيون كاركوونكي لاس لري.
د ښاغلي تگين په وينا، ژر به د درغليو انځورونه هم د رسنيو په واك كې وركړ شي.
د يادونې وړ ده، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون په دې اړه چپتيا غوره گڼلې ده.