سیمه ییز خبرونه
د غزني په يو شمېر سيمو كې د طالبانو بريدونه ډېر شوي
د هوا په توديدو د غزني په يو شمېر سيمو كې د طالبانو بريدونه ډېر شوي دي. ډېر دا بريدونه ملكي خلكو ته مرگ و ژوبله اړوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو كې اته تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان دي.
د غزني د قلعه قاضي سيمې لسگونه اوسيدونكيو د اعتراض په بڼه د يو ماشو او يو سپين ږيري جنازې د والي د دفتر مخې ته وروړې او په جگړه كې له ښكېلو خواوو يې وغوښتل، چې د ملكي خلكو ژوند ته دې پاملرنه وكړي.
د غزني والي وايي محمد موسى اكبرزاده وايي:
ملكي كسانو ته د وسله والو طالبانو په بريدونو كې مرگ و ژوبله اوړي.
د غزني والي په دې ولايت كې د بهرنيو وسله والو طالبانو پر ډېريدو اندېښمن دى او وايي، د څېړنو له مخې هغه وسلې، چې طالبانو په دې نښتو كې كارولي بهرنۍ دي.
نوموړى وايي، وسله وال طالبان ډېر د استوگنې په كورونو كې سنگر نيسي، چې په نښتو كې ملكي خلكو ته ډېره مرگ و ژوبله اوړي.