سیمه ییز خبرونه

د غزني په ځانمرگي بريد كې د بريد كوونكي په گډون درې تنه ووژل شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په غزني كې د شنبې ورځ غرمه په يو ځانمرگي بريد كې د بريد كوونكي به گدون درې تنه وژل شوي او ديارلس نور ټپيان شوي دي. د دغه ولايت امنيتي چاروكي وايي، په وژل شويو كسانو كې يو پوليس او يو ملكي وگړى هم شامل دي.

د غزني په هغه سيمه كې چې ځان مرگى بريد شوى له گڼې گوڼې ډكه سيمه ده.

د غزني د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر محمد حسین وايي:

ځانمرگي بريد كوونكي په يو بايسكل كې چاودېدونكې توكي ځاى پر ځاى كړي وو او غوښتل يې د پوليسو د گزمې څنگ ته چاودنه وركړي.

نوموړى زياتوي، چې پوليسو موخې ته تر رسېدو وړاندې بريد كوونكى وپېژانده او پر هغه يې ډزې وكړي، چې ځانمرگي بريد كوونكي چاودېدونكو توكو ته چاودنه وركړه.

د غزني د ولايتي روغتون رئيس باز محمد همت بيا په ټپيانو كې د څلورو تنو حالت د اندېښنې وړ بولي.

دغه ځانمرگى بريد په داسې حال كې تر سره كېږي، چې په دې وروستيو كې د غزني ښار له نسبي امنيت څخه برخمن شوى وو.

Trending

Exit mobile version