تازه خبرونه
د غزني په ډېرو ولسوالیو کې خلک له ملکي خدمتونو بې برخې دي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
له ډېرې مودې راهیسې د غزني په ناامنو سیمو او ولسوالیو کې ملکي خدمتونه شتون نه لري او د دغو سیمو اوسیدونکي اړ دي، چې د خپلو ستونزو د حل لپاره د غزني ښار ته تګ راتګ وکړي.
د غزني والي عبدالکریم متین یاده ستونزه مني او وایي؛ د ناامنیو په دلیل نه شي کولی په اکثرو ولسوالیو کې، چې د طالبانو تر ګواښ لاندې دي،اړوند برخې فعاله کړي او ان د پرمختیایي پروګرامونو پلي کیدو ته هم زمینه نه ده برابره.
د غزني والي د یوه پلان د طرحې خبره کوي، چې په راتلونکې کې به وکړای شي په دغو ولسوالیو کې ملکي ادارې فعاله کړي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې د غزني په اړوند ولسوالیو کې د قضایي او عدلي بنسټونو د نه شتون له کبله خلک اړ دي، چې خپلې حقوقي مسالې طالبانو ته په وړاندې کولو حل کړي.