سیمه ییز خبرونه

د غزني چارواكي د طالبانو له خوا د عشر او زكات په ټولولو اندېښمن شول

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د غزني چارواكي په خلكو كې د طالبانو په نفوذ او د دوكانو له خاوندانو څخه د عشر او زكات په ټولولو انديښنه ښيي.

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي:

د دولت له كمزورتيا څخه په گټه اخيستنه، طالبانو په خلكو او حتا حكومتي بنسټونو كې نفوذ كړى دى.

هغه زياتوي:

داسې معلومات ترلاسه شوي، چې په تېره روژه كې طالبانو د غزني له دوكاندارانو زكات اخيستى دى.

د نوموړي په وينا، د امنيتي بنسټونو نه همغږي د طالبانو د فعاليتونو لامل دى.

هغه وايي:

طالبان په زور خپلې غوښتنې پر خلكو مني او خلك له وېرې اړ دي، چې غوښتنې يې ومني .

د غزني دكاندارانو، چې طالبانو ته يې زكات وركړى؛ په ښكاره د طالبانو   له وېرې يې په دې اړه له څه ويلو ډډه وكړه.

د چارواكو په وينا، طالبان د غزني ښار په څنډو كې له هټيوالو زكات او عشر اخلي او په زور له خلكو د خپلې جگړې لگښتونه ترلاسه كوي.

Trending

Exit mobile version