سیمه ییز خبرونه
د غزني چارواكي د طالبانو له ماينونو اندېښمن شوي
په غزني ولايت كې د ولايتي شورا يو شمېر غړي وايي:
د طالبانو په ماينونو كې ډېر ملكي وگړيو ته مرگ و ژوبله اوړي.
د غزني ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع وايي، دې كار د خلكو پر ورځيني ژوند هم ناوړه اغېزه كړې ده.
دوى په غزني كې د بهرنيو طالبانو پر موجوديت هم اندېښمن دي.
د غزني د اندړ ولسوال محمد قاسم ديسي وال وايي:
كه څه هم په دې ولسوالې كې د ماين پاكۍ موسسه نشته، خو توانيدلي يو، چې تراوسه شل ماينونه شنډ كړو.
هغه وايي:
همدا اوس هم يو شمېر سرتېرو ته د ماين پاكولو روزنه وركول كيږي.
د ده په وينا، په تېره يوه مياشت كې له شلو ډېر كسان په دې ولسوالې كې د ماين چاودنو وژلي دي.
طالبان وايي:
هغه ماينونه، چې موخه ترلاسه نه كړي، بېرته وباسو او په بل ځاى كې ځاى په ځاى كيږي.
د اندړ ولسوال په ډاگه كړې، چې يو وسله وال طالب، چې د ماين جوړولو ماهر او په پاكستان كې يې زده كړې كړې وې، نيول شوى دى.