سیمه ییز خبرونه
د غزني ښاروال پدې ښار كې د كاناليزاسيون د نشتوالي انديښنه څرګندوي
د غزني ښاروال پدې ښار كې د كاناليزاسيون د نشتوالي او هغو لوپوړو ودانيو په اړوند چې په ناقانونه توګه جوړې شوي، انديښنه څرګندوي.
د غزني ښاروال فريدون احمدي وايي، ډيرې هغه لوړپوړې ودانۍ چې پدې ښار كې په خپل سر جوړې شوي، د موټرو د پاركنګ او د كاناليزاسيون سيسټم نلري.
ښاغلى احمدي دغه راز وايي، په ښار كې د بنسټيزو پروژو د ملي كولو لپاره بوديجه په واك نلري.
په ورته وخت كې د سړك غاړو پلورونكو او ريكشا موټرو زياتوالى، د سړك پر سر د موټرو درول، د هټيوالو لخوا د سړكونو بندول او په ښار كې بې نظمي او بې كچې ناپاكي هغه ستونزې دي چې غزني ښاريان يې تر پوزې راوستي دي.
سره لدې چې چارواكي هغو كسانو ته چې د لارو د بنديدو او بې نظمۍ لامل كرځي خبرداري وركوي، خو د غزني ښاروال وايي، هغه كسان چې په لاسونو كې د سړكونو پر توكي پلوري، د بيوزلۍ له امله دغه كار ته اړ دي.
د غزني ښار د كوڅو او سړكونو نومول، له څلويښت زره د ډيرو نيالګيو كينول او د كابل-كندهار په لويه كې د پانګوالو لخوا د سړكونو او څلورو لارو جوړول هغه څه دي چې پدې وروستيو كې په غزني كې د مثبتو بدلونونو په توګه ياديدلى شي.
خو غزني ښاريان وايي، داسې بنسټيز كارونه تراوسه ندي شوي چې ښار ښكلى او د دوى بنسټيزې اړتياوې رفعه كړي.