تازه خبرونه
د غزني د جنایي مدیریت چارواکی پر بې غږه تفنګچې ترور شوی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د غزني امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو پروړاندې د مبارزې سیمه ییز آمرحمید ودان نن په یوه وسلوال برید کې ووژل شو.
د غزني والي ویاند محمد عارف نوري وايي، حمید ودان دندې ته روان و، چې د غزني ښار د درېیم پلان په سیمه کې وسلوالو پر بې غږه تفنګچې ویشتی او وسلوال پر تېښته بریالي شوي دي.
سره له دې، چې د پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې؛ خو د غزني محلي چارواکي په دې وژنه کې طالبان پړه ګڼي.
د یو شمېر څرګندونو له مخې دا په تېرو دوه اوونیو کې درېیم پوځي کس دی، چې وژل کیږي.